له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۱۱۵ مستحقو ماشومانو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۲۹
تصویر خبر

نن د چهارشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د استعدادونو او د کار زده کړې د پرمختګ موسسې (OTED)  په ملاتړ ۱۱۵ مستحقو ماشومانو ته خوراکي مرستې ووېشلې. 
د مرستو د وېش پر مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازي، محترم سید احمد عثماني وویل چې په دې مرستو کې ۱۰ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو اوړه، ۴ کیلو کبان، ۴ کیلو خرما، ۵ کیلو بوره او ۳ لیټره غوړي شامل دي، چې مستحقو کسانو ته ووېشل شول.
محترم عثماني زیاته کړه چې د دې ادارې سرپرست ژمن دی تر څو د مرستو د جذب بهیر لا پراخ کړي او په راتلونکي کې به بېوزلو کورنیو ته نورې مرستې هم ورسوي.
د دې مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OTED موسسې څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول مرستندویه پروګرامونه دې دوام ومومي، ځکه چې د بېوزلو کورنیو او زیانمنو ماشومانو د وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۷:۲۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د انټرساس نړیوالو بشري مرستو (INTERSOS) موسسې ترمنځ د اووه سوه شپاړس زره او دوه سو اووه شپېته (۷۱۶,۲۶۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د (INTERSOS) مؤسسې له عمومي رییس، محترم ماهر الشون او د مالي مسؤل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۴۸
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په رُخه، پریان، دره او آبشار ولسوالیو کې د وروستیو طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۱۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان موسسې (AKAH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .