له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې د UN-OCHA له رئیسی او ورسره مل پلاوی سره وکتل*
نن ورځ یک شنبه له غرمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له رئیسی ایزابل موسارد او مل پلاوی سره وکتل.
ترابي صاحب زیاته کړل چي د ژمي د نږدې کېدو په نظر کې نیولو سره باید مؤسیسې خپل کارونه ګړندي کړي
نوموړي د اوچا پلاوي ته ډاډ ورکړ چې که په هر ولایت کې له ستونزو سره تاسو مخ کیدلاست موږ به یې د حل لپاره هڅې وکړو.
ورسته د اوچا د دفتر رئیس یایزابل موسارد وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسو څخه مننه کوو هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د تېرو کلونو په پرتله به په راتلونکي کال کې د پېښو اداری سره زیات کومکونه وسی
په همدې حال کې په افغانستان کې د اوچا د ستراتیژیکې برخې مسؤلې مېرمن مانیا ویدیچ د وچکالي د اټکل لپاره د کاري ټیم د جوړېدو خبر ورکړ، چې په هغه کې د UN-OCHA، IOM، IFRC،FAO او UNICEF دفترونه ګډون لري. هغوی وویل چې یو ټیم د راتلونکي کال احتمالي وچکالۍ د وړاندوینې لپاره جوړ شوی او په پیل کې به د افغانستان د شمال یوه برخه تر پوښښ لاندې راولي.
هغوی همدارنګه وویل چې د افغانستان د وچکالۍ د مدیریت لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي او که چیرې یاد کاري ګروپ اعلان وکړي چې هېواد له وچکالۍ سره مخ دی دغه پیسې به د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو کرنیزو تخمونو وېش او زیانمنو خلکو لپاره د بدیل معیشت برابرولو او څارویو لپاره مصرف شي.