له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د یو پلاوي په ملتیا په اجباري توګه ایستل شویو کډوالو د عمومي وضعیت د څېړلو، د سرپناه جوړولو، او د هغوی د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له والي الحاج ملا محمد نعیم آخند او د ولایت له نورو مسؤلینو سره یې وکتل.
له هغه وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي سیفالله خالد او مل پلاوي سره یو ځای، د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا عالي مقام د هدایت پر بنسټ د تورخم له صفري نقطې لیدنه وکړه.
د دې سفر په لړ کې د ادارې سرپرست په تورخم کي د عمري کمپ له مسؤلینو سره وکتل، د کډوالو ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د سرپناه جوړولو، د لا زیاتو مرستو د وېش، او د راستنېدونکو کډوالو بیړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په اړه یی خبرې وکړې او لازم تصمیمونه ونیول شوه همداراز، د کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو لپاره ژمنتیا وښودل شوه.
الحاج ملا نورالدین ترابي د هغو سیمو څخه هم لیدنه وکړه چې ټاکل شوې هلته د کډوالو لپاره خیمې نصب شي، او د ماین پاکۍ ټیم ته یې لارښوونه وکړه چې یادې سیمې باید له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکې کړي.
دننګرهار والي الحاج ملا محمد نعیم اخند د ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړه او زیاته یې کړه چي د امارت مسؤلینو تل اولس ته په سختو شرایطو کي کار کړی دی.
سربېره پر دې، نوموړي د ننګرهار له والي الحاج ملا محمد نعیم آخند سره یو ځای، د تورخم په عمري کمپ کې شاوخوا ۲۰۰ اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د ننګرهار والي الحاج ملا محمد نعیم آخند، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي سیفالله خالد او یو شمېر نورو سیمهییزو مسؤلینو سره یو ځای، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ځانګړی پنډغالي پرانست او د خیمو د نصب او د مجهز ګرځنده روغتیایي کلینیک د جوړېدو چارې یې پیل کړې.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۸ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
