له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ۱۰۲۰ اړمنو کورنیو لپاره د ۱۹,۵۲۲,۸۰۰ افغانیو نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

نن سهار د سې شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست, الحاج ملا نورالدین ترابي، د کابل ولایت د یادې ادارې د رئیس مولوي نجیبالله انوري، د پغمان ولسوال، د اکشناېډ موسسې د استازي او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې، د پغمان ولسوالۍ اړوند ۱۰۲۰ مستحقو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ رسماً پیل کړه.
ترابي صاحب د دغو مرستو د وېش به پروګرام کې د مرستو د جزئیاتو په بیانولو سره وویل, چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشناېډ موسسې تر منځ د هوکړه لیک له مخې، هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۹,۱۴۰ افغانۍ نغدي پیسې او درې تختې قیمی با کیفیته کمپلې وېشل کېږي, چې ټولټال ۱۹,۵۲۲,۸۰۰ افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې دي.
نوموړي د اکشناېډ موسسې، د افغانستان د مالي صندوق او د OCHA له دفتر څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې دغه مرستې د اړمنو, مستحقو او بېوزله کورنیو لپاره د ژمي د مرستندویه پروګرام یوه برخه ده. همداراز، هغه یادونه وکړه چې د اکشناېډ موسسه د هېواد په ۱۵ نورو ولایتونو کې هم اړمنو کورنیو ته په پدی اندازه مرستې رسوي.
د ادارې سرپرست همداراز له بېلابېلو مؤسسو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیک یادونه وکړه او د مرستو د وېش په بهیر کې یې پر شفافیت ټینګار وکړ.
ورته مهال، د اکشناېډ موسسې استازي د دې ادارې له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل, چې موږ تل هڅه کوو ترڅو د بیړنیو حالاتو پر مهال اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوو.
همداراز، د پغمان ولسوال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له همغږۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا مرستې په اغېزمنه توګه مستحقو، بېوزلو او اړمنو کورنیو ته وېشل کېږي.
د یادونې وړ ده چې له دې مرستو څخه ګټه اخیستونکو کورنیو د مرستو ترلاسه کولو په پار خوښي وښوده او مننه یې وکړه، همداراز په راتلونکې کې یې د دغه ډول مرستو د دوام او زیاتوالي غوښتنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
