له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د چین هېواد د ANDI شرکت له رئیس سره وکتل

rahyab
جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۲۳:۵۴
تصویر خبر

نن سهار د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابی، د چین هېواد د ANDI شرکت له رئیس محمد عل‌الفتی او د دغه شرکت له استازو الحاج بلال او سید نظیم خلوتی سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د چین هېواد د ANDI شرکت استازو د خپل شرکت تخنیکي ظرفیتونه او امکانات، په ځانګړي ډول د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) په برخه کې معرفي کړل او ویې ویل چې د دوی ډرونونه د ۵۰۰ کیلوګرامو او یا حتی د زیات بار د انتقال توان لري. دا ډرونونه کولای شي په بیړنیو حالاتو کې ټپیان او زیانمن شوي کسان له خطرناکو سیمو څخه خوندي سیمو ته ولیږدوي.
همداراز هغوی زیاته کړه، چې ANDI شرکت چمتو دی چې د ډرون کارونې، تخنیکي تجهیزاتو او د سټلایټ وسایلو په برخه کې هغه وسایل چې د یو کیلومتر په شعاع کې د اړیکو او انټرنېټ ته د لاسرسي زمینه برابروي، له پیښو سره دمبارزي آمادګۍ ملې اداری سره همکاري وکړي. هغوی وویل چې دغه تجهیزات د بیړنیو حالاتو پر مهال حیاتي او اساسي رول لوبوي. د شرکت استازو وویل چې چمتو دي دغه تجهیزات له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په اختیار کې ورکړي او د لګښت ورکولو طریقه یې هم د بحث وړ کېدای شي.
په دوام کې، الحاج ملا نورالدین ترابی د ANDI چینایي شرکت له همکاریو او وړاندیزونو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې په بیړنیو حالاتو کې د دغو تجهیزاتو کارونه ډېر اړین دي، او دا کولای شي د تلفاتو په راکمولو، زیانمنو سیمو ته د لومړنیو توکو د انتقال او د ټپیانو د ژغورنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
تـرابي صاحب زیاته کړه, چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د طبیعي پېښو سره مخ هېواد دی او لارې یې هم غرنۍ دي, چې زیانمنو ته د رسېدنې شرایط یې ستونزمن کړي او په دغو تجهیزاتو سره به موږ وکولای شو چې د پېښو په مدیریت کې وړتیاوې څو برابره کړو.
نوموړي هدایت ورکړ چې د دې ادارې او د ANDI چینایي شرکت له استازو څخه دې یو تخنیکي پلاوی جوړ شي، ترڅو د دغو تجهیزاتو ټول تخنیکي اړخونه او اغېزمنتیا په کره توګه وڅېړي او د ارزونې له پایلو سره سم دې وروستۍ پرېکړې وشي. او موږ به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په چوکاټ کې انشاالله ډېر ژر دا اسانتیا خپلو هېودالوالو ته چمتو کړو ترڅو موږ وکولای شو چې د پېښو په سیمو کې بند پاتې زیانمن خلک د ډرون طیارې له لارې وژغورو. همداراز بند پاتې پېښځپلو ته د ډرون طیارې له لارې اړینې لومړنۍ مرستې انتقال کړو.

نېټه: ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .