له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د هنډیکپ نړیوالې مؤسسې له رئیسې سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۲۵
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د هنډیکپ نړیوالې مؤسسې له رئیسې اغلې اودري فرانسوا ګلا دین پيشي، عملیاتي آمر  یوبان مالا، د عملیاتي آمر مرستیال ډاکټر عبدالمتین او بشردوستانه اړیکو ته د لاسرسي متخصص، حبیب الرحمن ابراهیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
په پیل کې ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او مننه یې ترې وکړه چې تل زموږ سره همکاره پاتې شوي دي او راغلي پلاوي ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه ترابي صاحب زیاته کړه چې یادې مؤسسې زموږ سره تل همکاري کړې ده او څو ورځې مخکې یې فراه, غور او بادغیس ولایتونو ته زموږ  ۶۰۰۰ بورۍ غنم انتقال کړل.
د هنډیکپ مؤسسې رئیسې اودری فرانسوا ګلا دین پيشي، د یادې ادارې له سرپرست څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې دې ادارې تل زموږ سره همکاري کړې ده او موږ به تل هغه خدمات چې زموږ په واک وي ونه سپموو.
همدارنګه اغلې فرانسوا زیاته کړه چې د تېرې تفاهم نامې د وخت د پوره کېدو په صورت کې به بیا تفاهم نامه تمدید کړو او ځینې نوي تغیرات به پکښې راولو.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۲۹  هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د خطرونو د کمولو د پروژو سروې وشوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولایت مقام، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کلکان ولسوالۍ او د سیمې د مخورو په همغږۍ، د دغې ولسوالۍ د زمه او کارنده کلیو کې د یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .