له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۲۷
news image

نن ورځ شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د خپل سفر په ترڅ کې هلمند ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او د هغوی د کاري بهیر څخه یې څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر یو کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او مشورې یې واورېدې او ټول کارکوونکي یې پر وخت او اغېزناکه خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
همداراز، ترابي صاحب په هلمند ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له ګدام څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتنې، تنظیم او ترتیب، نظم رامنځته کولو او د اړتیا پر بنسټ اړمنو خلکو ته د اړینو توکو د وېش په اړه لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه, ترابي صاحب ولایتي ریاستونو ته د ټولو تقنیني سندونو د رسېدو، د سند په مفهوم پوهولو، سند د اړونده رئیس تر نظر تېرولو، د سند عملي کولو او په دوسیوو کې د ټولو اسنادو له ساتنې څخه څارنه وکړه.
په همدې حال کې, ترابي صاحب د ټولو نشراتي موادو  په ښه توګه د کارولو د بهیر او په یاد ولایت کې د تر کار لاندې پروژو څخه هم په هر اړخیزه توګه څارنه وکړه. 
د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې, د مرکز څخه ټولو ولایتونو ته د کاري بهیر د څارنې او ارزونې لپاره هیئتونه لېږل شوي وو چې دغو هیئتونو د ولایتونو څخه ځینې ځینې نیمګړتیاوې په ګوته کړې وې او د ادارې د سرپرست لخوا له مرکز څخه ټولو ولایتونو ته په متحدالمال ډول د یو مکتوب په ذریعه د هغو نیمګړتیاوو یادونه شوې وه او ولایتي ریاستونو ته د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو په پار لازمې لارښوونې شوې وې او اوس مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو په منظور د یاد ولایت د خدمتونو وړاندې کولو له کاري بهیر څخه هر اړخیزه څېړنه وکړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د دې سفر موخه د ولایتي کارکوونکو د نظرونو، ستونزو او وړاندیزونو ترلاسه کول، د دفترونو تنظیمول، یو منظم کاري چاپیریال رامنځته کول، د ولایت له مقام سره د بشپړې همغږۍ رامنځته کول، د اسنادو د آرشیف په ښه توګه تنظیمول، د معیاري ګدامونو جوړول ، دنیمګړتیاوو ډکول او  د وقایوي پروژو پلي کول دی.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکي له مراجعینو سره نیک چلند کولو، د کارونو پر وخت او بې له ځنډه ترسره کولو، د بیت‌المال په سمه توګه کارولو او اداري اصول رعایت کولو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د خلکو خدمتګاران واوسي او د هېواد د پرمختګ لپاره له خپلې مسلکي پوهې ګټه واخلي. همدارنګه نوموړي هغوی ته نقدي مرستې هم وویشلې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱۷ هـ.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۶:۱۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د یو پلچک جوړېدو د بهیر څخه څارنه وکړه

نن ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت خاشرود ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۳۴
Background image

د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یو پُل د جوړولو کار رسمآ پیل شو 

 د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونې پر بنسټ، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه، د هېواد په هر ولایت کې د وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې شوې دي. په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۲۲
Background image

د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د خدمتونو وړاندې کولو بهیر
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره, د پېښو د مدیریت، د بشري مرستو د همغږۍ او د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د انسجام. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .