له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې له عمومي رئیس سره د ۷۰۹،۷۱۵ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۳۵
NA

نن ورځ (سه‌شنبه) له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې له عمومي رئیس، تاریا مګنوسون واټرډال، د بشري مرستو د پروګرامونو مسئول ذبیح‌الله رحمتي، د اړیکو مسئول مجیب‌الله شیرزوی، او د تمویل کوونکو سره د اړیکو مسئول غفار رحمتي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو لپاره یې تفاهم‌نامه ورسره لاسلیک کړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د ناروی کمېټې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې موسسې باید خپل کارونه په ځانګړي ډول د ژمنیو مرستو د وېش چارې ګړندۍ کړي، ترڅو خلک پر وخت ګټه ترې واخلي. 
ترابي صاحب زیاته کړه چې هڅه کوو د موسسو کارونه ژر تر ژره ترسره کړو، ترڅو د افغانستان خلک د دوی له خدمتونو  څخه برخمن شي. نوموړي وویل چې موږ هڅه کوو د ا.ا.ا د اصولو او چوکاټ په رڼا کې تل د موسسو سره لازمه همکاري وکړو.
ترابي صاحب دا هم وویل چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله له بېلابېلو طبیعي پېښو سره مخ دی، او له ناروی کمېټې  درئیس څخه یې وغوښتل چې د پېښو د خطرونو کمولو لپاره د وقایوي پروژو په پلي کولو کې  دي هم له دې ادارې سره همکاري وکړي.
وروسته، د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې عمومي رئیس، تاریا مګنوسون واټرډال، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست څخه د همکاریو له امله مننه وکړه او د دې کمېټې د بېلابېلو خدماتو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي ژمنه وکړه چې د پېښو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي برنامو ترسره کولو او د وقایوي پروژو پلي کولو په برخه کې به  هم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره همکاري وکړي.
ښاغلي واټرډال د دې موسسې د روانې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل، چې په دې پروژه کې د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ژمنیو مرستو او د زیانمنو کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو چارې شاملې دي.
د یادونې وړ ده چې دا کمېټه به د ۷۰۹,۷۱۵ (۷۰۹ زره او ۷۱۵) ډالرو په ارزښت، د کابل ولایت  په شکردره ولسوالۍ  کی ۵۱۱ مستحقو کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰ ډالر یا معادل یې په افغانیو کې، او د ۷۴ ډالرو په ارزښت ۵ تختې (یوه دوه‌کسیزه او څلور یو‌کسیزې) کمپلې ووېشي. همداراز، د پکتیکا ولایت  په برمل ولسوالۍ  می ۲۸۲ زیانمنو کورنیو ته به مرستې ویشل کېږي، په دې توګه، چې ۶۸ کورنیو ته به د دویم او درېیم قسط په توګه ۱۶۲۰ ډالر یا معادل یې په افغانیو کې ورکړل شي، او ۲۱۴ کورنیو ته به د دویم او دریم قسط په توګه ۱۳۱۰ ډالر یا معادل یې په افغانیو کې د کورونو د جوړولو لپاره ورکړل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

NA

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ ایډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په نمک آب ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۹
Background image

په بلخ ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هولوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مزار شریف په حیرتان بندري شهرک. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .