له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې ترمنځ ټولټال د اته سوه او یو څلوېښت زره او یو سل او دوه ویشت (۸۴۱,۱۲۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسليک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۴۱
تصویر خبر

نن يکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئيس، محترم الحاج ملا نورالدين ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې له مرستيال محمود پاچا سره وکتل او د ګډو همکاريو تفاهم‌نامه يې ورسره لاسليک کړه.

په دې ناسته کې ترابي صاحب وويل، له دې امله چې د ننګرهار، کونړ، خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د وروستيو بريدونو له امله د بې‌ځايه شويو کسانو شمېر زيات شوی، نو زموږ اصلي تمرکز اوس د هغوی د حالت او معيشت ته پر رسېدنې دی او له مؤسسو غواړو چې په دې شرايطو کې د بې‌ځايه شويو تر څنګ ودرېږي او لازمې مرستې ورسره وکړي. هغه همدارنګه د يادې مؤسسې د ترسره شويو فعاليتونو راپور ترلاسه کولو وروسته د تفاهم‌نامې د موادو پر وخت او په شفاف ډول د پلي کېدو ټينګار وکړ.

په همدې حال کې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې مرستيال د يادې تفاهم‌نامې په اړه معلومات وړاندې کړل او په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د خپلو ترسره شويو فعاليتونو لنډ راپور يې شريک کړ. د هغه په وينا، په ننګرهار ولايت کې د ۱۱۲ بې‌ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته شوې او په کونړ ولايت کې ۹۹ بې‌ځايه شويو کورنيو ته غيرخوراکي مرستندويه بستې د يادو ولايتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياستونو په همغږۍ وېشل شوې دي.

د يادونې وړ ده چې د ناستې په پای کې د دواړو لورو ترمنځ ټولټال د اته سوه او یو څلوېښت زره او یو سل او دوه ویشت (۸۴۱,۱۲۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسليک شوه، د دې تفاهم‌نامې له مخې به په وچکالۍ ځپلو سيمو کې، د جوزجان ولايت د شبرغان ښار او قرقين ولسوالۍ، د سرپل ولايت د سرپل ښار او صياد ولسوالۍ او د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ کې ۱۳ د اوبو شبکې جوړې او ۱۴ نورې تخريب شوې شبکې په اساسي ډول ترميم شي. همدارنګه د وچکالۍ له امله زیانمنو ۳۱۳۱ کورنيو ته به د حفظ الصحې بستې ووېشل شي او د سيمې خلکو ته به د حفظ الصحې او په سمه توګه د اوبو شبکو د کارولو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۶:۱۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ریاست له خپلو امکاناتو په ګټې اخیستنې او د UNICEF دفتر په ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۷۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او بغلان جدید ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ، د MCPA ماین پاکۍ موسسې QRT-01 تخنیکي ټیم، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرغاب او چهار سده ولسوالیو ۲۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته، تر سروې وروسته غیرخوراکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .