له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن ‌اېډ موسسې ترمنځ د ۶۹۷،۹۹۹ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۸
تصویر خبر

نن د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس او سرپرست، الحاج محمد علم عالمیار، د اکشن اېډ موسسې له رئیس، محترم سری کانتا میسرا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، محترم عالمیار صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له دې موسسې څخه یې له زیانمنو سره د دوامداره مرستو د کولو په پار مننه وکړه او همداراز یې یادې موسسې ته د هغوی په کارونو کې د هر ډول ستونزو د رامنځته کېدلو په صورت کې د هغې د له منځه وړلو په اړه ډاډ ورکړ او له یادې موسسې څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان هېواد له کړېدلي ملت سره دې خپلې مرستې جاري وساتي.

ورپسې، د اکشن ‌اېډ موسسې رئیس، محترم سری کانتا میسرا، د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو په ځانګړي ډول له موسسو سره د تفاهم نامو د لاسلیک کولو په برخه کې د چټکتیا له شتون څخه ستاینه وکړه او له محترم الحاج محمد علم عالمیار څخه یې د تفاهم نامې د لاسلیک کولو لپاره د وخت ورکولو په پار مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې ناستې په وروستیو کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د ۶۹۷،۹۹۹ (شپږ سوه اوه نوي زره، نه سوه او نه نوي) امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه. د دې تفاهم‌نامې له مخې، به په لومړي پړاو کې د سرپل ولایت په درې سنچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالیو کې ۲،۷۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته، په داسې توګه چې ۱،۲۱۵ هرې کورنۍ ته په سنچارک، ۸۳۷ هرې کورنۍ ته په ګوسفندي او ۶۴۸ هرې کورنۍ ته په سوزمه قلعه ولسوالیو کې د د ۱۵۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ پیسې ووېشل شي او په دوه یم پړاو کې به د یاد ولایت د درې ولسوالیو ټولټال ٨٧٢ کورنیو ته په داسې ډول، چې د سنچارک ٣٩٢ هرې کورنۍ د ګوسفندي ٢٦١ هرې کورنۍ او د سوزمه قلعي ولسوالۍ ٢١٩ هرې کورنۍ ته د ١٨٠ ډالرو معادل افغانۍ وو ېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .