له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان اېډ مؤسیسې ترمنځ د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۴۹
news image

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د افغان ایډ مؤسیسې د پروګرامونو مسؤل عبدالرحمن طارق او د پروژوي د مدیر، محمد حلیم سره وکتل.
ښاغلی ترابي صاحب د یادې مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چي په هېواد کي د ټولو مؤسیسو لپاره د بشري فعالیتونو زمینه برابره ده او  باید په اخلاص او شفافیت سره خپل پروژو ته دوام ورکړي.
همدا راز ترابي صاحب د یادې مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه مننه وکړه چي د کنړ زلزله ځپلو هیوادوالو ته مرستي رسوي او باید یادي مرستي دوام ولري.
وروسته، د افغان ایډ مؤسیسې د پروګرام مسؤل عبدالرحمن طارق له مؤسیسو سره د دې ادارې د پوره همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا مؤسیسه د افغانستان خلکو ته د ۴۳ کالو راهیسي په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو لپاره کار کوي او هڅه کوي چې دا مرستې په خپل وخت اړمنو خلکو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ د نه سوه نه نوي زره او دوه سوه درې نوي (۹۹۹,۲۹۳) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه د کنړ ولایت په څوکۍ او نورګل ولسوالۍ کې ۱۸۳۰ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشي، چې له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۲۷۵ مستحقو کورنیو هرې یوې ته د غیرخوراکي توکو برابرولو لپاره ۲۸۲ ډالره نغدې پیسې ووېشل شي. همدا راز، ۴۲۴ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته به د غیرخوراکي توکو برابرولو لپاره ۳۱۲ ډالره وېشل کېږي او ۹۷ کورنیو هرې یوې ته به ۱۵۱ ډالره نغدې پیسې او له خطر سره مخ ۳۴ کورنیو هري یوې ته به ۱۸۱ ډالره نغدې پیسې ورکړل شي. همدارنګه، ۱,۰۳۴ کورنیو هرې یوې ته به د څاریو د خوراک لپاره ۹۶ ډالره نغدې پیسې او ۱,۸۳۰ کورنیو هرې یوې ته به د حفظ الصحې او نورو اړینو توکو برابرولو لپاره ۲۴ ډالره نغدې پیسې او ۱,۸۳۰ کورنیو هرې یوې ته به عادي ژوند ته د راګرځېدو په پار د جای نماز، د ماشوماتو د لوبو وسایلو برابرولو او نورو توکو لپاره د ۲۱ ډالرو په ارزښت نغدې پیسې ووېشل سي.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۷ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۲:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) COAR مؤسسې په ملاتړ، په غني‌خېل ولسوالۍ کې د مهمند درې، شینواري، نازیان،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۲:۳۹
Background image

د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د خیشکو درې د سړک د بیارغونې سروې ترسره شوه

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیاګرد ولسوالۍ د خیشکو درې د هغه سړک تخنیکي سروې ترسره کړه، چې د وروستیو سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله ویجاړ شوی او د سیمې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د APSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د هرات ښار په بېلابېلو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .