له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ښو ګاونډیانو نړیوالې موسسې  ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۷:۴۸
news image

نن ورځ چهارشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د ښو ګاونډیانو نړیوالې موسسې له عمومي مسؤل، عبدالستار سا ﺉد سره وکتل او له هغه سره یې د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه.
په دې کتنه کې، ترابي صاحب د يادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل، چې د موسسو لپاره د افغانستان د خلکو په ګټه د هر ډول اغېزمن فعاليت زمينه برابره ده او موږ همدارنګه هڅه کوو، چې هغوى ته لا زياتې آسانتياوې برابرې کړو، ترڅو له دې لارې څخه د افغانستان وګړي له مرستو څخه زيات مستفد شي.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ښو ګاونډیانو نړیوالې موسسې عمومي مسؤل، عبدالستار ساﺉد د دې ادارې له سرپرست څخه د همکاریو په پار مننه وکړه او ویې ویل، چې موږ هڅه کوو چې دا پروژه په ښه کیفیت او سرعت سره تطبیق کړو.
د یادولو وړ ده، چې په  وروستیو کې د دواړو ادارو ترمنځ د ۹۰,٠٠٠ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې پر اساس به یې د دې موسسې په واسطه د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په جورغل کلي کې د سېلابونو د خطرونو د کمولو په موخه د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال جوړ شي. همدارنګه په دې پروژه کې د څښاک د اوبو د سرچینو بیا رغونه، د اقلیم د بدلونونو او حفظ الصحې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کول، ۱۲۰ کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونو وېشل او اړمنو کورنیو ته د ماشومانو د جامو ۱۰۰۰ بستې هم په دې پروژه کې شاملې دي.

نېټه: ١٤٤٦/١١/١٦ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۷:۲۹
Background image

په نیمروز ولایت کې د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو لپاره د یو معیاري پنډغالي د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په اجباري توګه د اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکه، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په دغه ولایت کې د یو معیاري او مجهز پنډغالي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۶:۳۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ODSAD موسسې تر منځ د ۶۴،۱۹۶ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

 نن ورځ یکشنبې له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د پرمختیایي خدمتونو او د زراعت پرمختیا (ODSAD) مؤسسې له رئیس؛ محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣١ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د پنجشیر د سیند د اوبو د زیاتوالي له امله ٣١ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .