له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل
نن د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر محترم آیبک عثمانوف او د یاد هېواد د سفارت له اقتصادي او سیاسي مرستیال ښاغلي بهادر سره وکتل او د بشري مرستو او د پېښو د مدیریت په اړه یې خبرې وکړې.
محترم ترابي صاحب په پیل کې د اوزبیکستان پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې دواړه هېوادونه د دیني، فرهنګي او جغرافیایي اړخونو له پلوه ډېرې ګډې ځانګړتیاوې لري او د دواړو هېوادونو اړیکې باید د ورورولۍ او دوستۍ په فضا کې لا دوام ومومي. هغه د اوزبیکستان د بشري مرستو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د اقلیمي بدلونونو له امله د طبیعي پېښو کچه او د افغانستان پر خلکو یې منفي اغېزې زیاتې شوې دي او دې موضوع د اړتیاوو کچه هم لوړه کړې ده.
د ادارې محترم لوی رئیس زیاته کړه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره په هېواد کې د پېښو مدیریت د مسوولې ادارې په توګه فعالیت کوي او د زیانمنو لپاره د مرستو د ترلاسه کولو او وېش بهیر د دې ادارې له اساسي دندو څخه دی. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې ټولې هغه مرستې چې د مرستندویه هېوادونو له لوري دې ادارې ته سپارل کېږي، په شفاف، چټک او منظم ډول ۳۴ ولایتونو ته لېږدول کېږي او مستحقینو ته وېشل کېږي.
په همدې حال کې، د اوزبیکستان سفیر محترم آیبک عثمانوف دواړه هېوادونه ښه ګاونډیان او د سختو ورځو دوستان وبلل او ویې ویل چې هېواد یې د پېښو پر مهال د افغانستان خلکو ته بشري مرستې وړاندې کړې دي. هغه زیاته کړه چې د اوزبیکستان مرستې د افغانستان د ټولو خلکو لپاره دي او دوی په ناوړه شرایطو کې او د پېښو پر مهال د همکاریو او بشري مرستو د زیاتوالي لارې چارې ارزوي.
د اوزبیکستان محترم سفیر د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د پېښو پر مهال یې د بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.
په پای کې دواړو لورو د دوستانه اړیکو او ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او یو بل ته یې ډالۍهم ورکړې.
