د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۲ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
 
              له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو خدماتو (AYSO) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د دی ولایت د ډانګام ولسوالۍ اړوند ۱۴۲ اړمنو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.  
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه او ۴ کیلو دال ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
