د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۹ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې (IRW) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، هغو ۱۲۹ کورنیو ته چې د دې ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو، نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې او پېژندنې وروسته د مسئولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د کور د ترمیم په موخه د لومړي قسط ۲۱۱۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول اووه ویشت میلیونه او یؤویشت زره او نه سوه (۲۷۲۱۹۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د اسلامي هوساینې مؤسسې (IRW) څخه د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.
