د کونړ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست په اسمار ولسوالۍ کې د خوړونو د پاکولو چارې پيل کړې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۹
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ چې د يادې ادارې ټولو ولايتي رياستونو ته يې د خوړونو د پاکولو لارښوونه کړې وه، د کونړ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست په اسمار ولسوالۍ کې د خوړونو د پاکولو کار رسمآ پيل کړ.

د دې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د کونړ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئيس، مولوي محمد مبين مفتون عمر، د اسمار ولسوال او د سيمې يو شمېر مشرانو ګډون کړی و.

ياده پروژه د سېلابونو له احتمالي خطرونو څخه د مخنيوي، د هستوګنيزو کورونو، کرنيزو ځمکو او عامه المنفعه تاسيساتو د خونديتوب په موخه پلي کېږي. دا بهير تر دې وړاندې د نرګ، غازي‌آباد او ډانګام ولسواليو کې هم عملي شوی و او ټاکل شوې ده چې په ياد ولايت کې د ټولو اوبو لارو او خوړونو د پاکولو لړۍ دوام ومومي.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د خطرونو د کمولو د پروژو سروې وشوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولایت مقام، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کلکان ولسوالۍ او د سیمې د مخورو په همغږۍ، د دغې ولسوالۍ د زمه او کارنده کلیو کې د یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .