د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۲۱:۱۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, په امام صاحب ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۴۰۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د دویم قسط ۳,۰۰۲ افغانۍ ووېشل شوې او ټولټال ۱,۲۱۸,۸۱۲ (۱ میلیون, ۲۱۸ زره او ۸۱۲) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده چې, د دغو مرستو دوه نور پړاوونه به په راتلونکې کې د یاد شمېر کورنیو لپاره ترسره شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د کندهار ولایت په څو ولسوالیو کې د ماینونو او چاودیدونکو توکو پاکول ترسره شول

د کندهار له پیښو د مبارزې آمادګۍ ریاست، د هیلو ټرسټ او DRC د بیړنیو ماین پاکولو ټیمونو سره په همغږۍ، د دې ولایت په څو ولسوالیو کې د ماینونو او چاودیدونکو توکو د پاکولو عملیات ترسره کړل.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۳:۵۶
Background image

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې ۱۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوې لویې پروژې کار پیل شو

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دایمیرداد ولسوالۍ د "تنګي سیدانو" کلي د سیند د فرش د پاکولو پروسه پرانیسته. په دې مراسمو کې، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .