د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۳۵۰ کډوالو، مستحقو او اړمنو کورنیو ته د یاد ولایت په چهاردره، ګلتپه او علي آباد ولسوالیو کې خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم ووېشل شول.
له مرستو برخو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه قدرداني وکړه او په راتلونکې کې یې د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
