د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۳۲ کورنیو ته ۴,۵۰۴,۰۸۰ افغانۍ ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او ARWEO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ ۱۵۳۲ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د څلورم پړاو لپاره ۲۹۴۰ افغانۍ وویشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٤,۵۰۴,۰۸۰ ( ٤ میلیونه، ٥٠٤ زره او ٨٠ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٨/٢٤
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره