د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۶۶۱ زیانمنو کورنیو سره خوراکي او غیرخوراکي مرستې وکړې
د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM موسسې په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې د وچکالي له امله ۶۶۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د یاد ریاست رییس مولوي محمد صابر احمد او د یادې موسسې استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې او یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۹هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره