د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو ټپي او د دوو شهیدانو کورنیو ته خوراکي, غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۲۲:۲۵
تصویر خبر

د کاپیسا ولایت له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت د تګاب ولسوالۍپه قاضیان دره بدراب کلي کې د کور د چت نړېدو له امله د دوو شهیدانو او یو ټپي کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي, غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د هر شهید کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲۰,۰۰۰ افغانۍ, د ټپي شوي کس کورنۍ ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ او یاد شمېر هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه, یوه بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې, ۱۰ لیټره غوړي, ۷ کیلو بوره, دوه کیلو شین چای, ۷ کیلو لوبیا, یو کارتن مکروني, یوه بسته مالګه, ۵ تختې کمپلې او یو د یونیسف روغتیایي کېټ ووېشل شول.

نیټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۷ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د رضاکارو ټیمونو جوړولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره وشوه

پرون سهار د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر منځ تخنیکي غونډه د یادې ادارې په انګړ کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د رضاکارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۲ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, په اجباري توګه ۶۲ راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې, ۵۷ راستنېدونکو او ۵ اړمنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت مقام په لارښوونه او د کډوالو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ, دغه ولایت ته په اجباري توګه راستنېدونکو ۵۲۵ کورنیو ته له سروې وروسته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .