د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

tamim_azimi
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۴۵
تصویر

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دDAFA ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ په انګور تاک کلي کې ۱ عدد د پرسونل ضد ماین ، ۲ عدده ناچاودیدونکي توکي او ۷۳۱۵ د چاودیدونکي توکو اوسپنيزې پارچې کشف او په خوندي ډول له منځه یوړلې.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو وغوښتل چې د هر ډول ناچاوده او مشکوکو توکو د لیدو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو یې د خطرونو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره شي. 

د یادونې وړ ده، چې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره د ولایت په کچه د ماینونو او ناچاوده توکو د موندلو او له منځه وړلو لپاره دا لړۍ دوام لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۳ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۹:۳۱
Background image

د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې یو د الوتکې بمب کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلوترسټ ماین پاکۍ نړیوالې مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د یاد ولایت د معروف ولسوالۍ په پانیزو کلي یو د روسانو د وخت څخه پاتې شوی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٢٥ مستحقو کورنیو ته د سبزیجاتو تخمونه ووېشل 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ تنه روغو شویو روږدو کسانو ته د کوچنیو کارونو د پیل کولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۳۰ تنه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .