د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسي په مالي ملاتړ, د کابل ښار په دریمه او اووهمه حوزو کې ۲۳۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د درېیم قسط نغدي مرستو په ترڅ کې د هرې کورنۍ لپاره ۲۷۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې او په مجموع کې ۶۳۷۲۰۰ (۶ سوه ۳۷ زره او ۲۰۰) افغانۍ نغدي مرستې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې دا مرستې د اسلامي امارت د نافذه قوانینو په چوکاټ کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې ترسره شوې, چې په ټولیز ډول هره کورنۍبه ۳۲۰ ډالر یا د هغه معادل افغانۍ په اته قسطونو کې ترلاسه کړي.
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت د نظام د بقا لپاره یې دعا وکړه.
نیټه:۱۴۴۶/۶/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره