د پېښو چارو د همغږۍ معین د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه څارنه وکړه او د دې ولایت له مقام دفتر رئیس سره یې وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، له لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکنډي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزنی ولایتونو څخه د لیدنو وروسته، زابل ولایت ته ورسېد.
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د په پیل کې له محترم مولوی عتیقالله بدری، د دې ولایت د مقام دفتر رئیس، د زابل ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم الحاج مولوی عبدالله عابدی او ورسره مل هيأت په حضور کې وکتل. دغه ناسته د کلامالله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې ناسته کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو، احکامو او مکتوبونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو ارزونه، د بشردوستانه مرستو د وېش تعقیبول، د ماین پاکۍ، د نشراتو چارو او همدارنګه د موجودو ستونزو او وړاندیزونو اورېدنه یاده کړه.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلې کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د دې ولایت د مقام دفتر رئیس، د زیانمنو په برخه کې د یادې ادارې له هڅو او رسېدنې څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنېدو ته په اشارې سره وویل چې د زابل خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او د بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
ورپسې، یاد پلاوي د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست د چارو بهیر یې له نږدې وڅېړه. د لیدنې پر مهال، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د اسنادو او فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ یې کارکوونکي د دندو د لایحې پر بنسټ د چټکو، پر وخت او اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دغه ریاست کې خپل څارنیز او رهنمودي بهیر پیل کړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره