د پکتیا ولایت په وزه ‌زدران ولسوالۍ کې د یو استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۲
123

د پکتیا ولایت په وزه‌ زدران ولسوالۍ کې د یو باب استنادي دېوال د جوړولو چارې، چې لسګونه کلي به د سېلابونو او د لارو د بندېدو له خطره وژغوري، په بریالیتوب سره بشپړې شوې.

یاد پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د پکتیا ولایت د مقام په ګډ مالي ملاتړ، او د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د وزه‌ زدران ولسوالۍ په «لکه‌تیغه» سیمه کې پلي شوه.

تر دې وړاندې، د شواک او گرده‌څېړۍ ولسوالیو سېلابونه د لکه‌تیغه سیمې ته بهېدل، چې له امله یې د مواصلاتي لارې بندېدې او د وزه ‌زدران ولسوالۍ د سلګونو اوسېدونکو ژوند او مال له جدي ګواښ سره مخ کېده او د خلکو تګ راتګ یې له سختو ستونزو سره مخ کړی و. د دې استنادي دېوال په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.

دغه استنادي دېوال د دوه میلیونه او پنځوس زره (۲،۰۵۰،۰۰۰) افغانیو په لګښت، د ۱۶۰ مترو په اوږدوالي او د ۴٫۵ مترو په لوړوالي، د سعادات افغان ساختماني شرکت له لوري جوړ شوی دی. همدارنګه په پام کې ده، چې دا پروژه به په نیږدې راتلونکي کې په رسمي ډول ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شي او ورڅخه به لسګونه کلي مستفید شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۷
Background image

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خاص ارزګان ولسوالۍ او د زابل د خاک افغان ولسوالۍ تر منځ د سړک جوړېدو له کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه  

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خاص ارزګان ولسوالۍ او د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ ترمنځ د سړک جوړولو له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه. د سړک جوړولو دا پروژه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۴ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اسلامي هوساینې (IRW) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د GEE پروژې په چوکاټ کې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۲۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د جوین ولسوالۍ په مرکز. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .