د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۵۰
image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شینوار ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله زیانمنو او په ترافيکي پېښه کې د شهیدانو ورثه او ټپیانو ۳۱  کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، د شینوار ولسوالۍ د آستامې درې په سیمه کې د موټر د چپه کېدو له امله د ۸ شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ، د همدې پېښې ۲۱ تنه ټپیانو هر یو ته ۵,۰۰۰ زره افغانۍ او د صوفي‌خېل کلي هغه ۲ کورنۍ چې د وروستیو سختو بارانونو له امله یې کورونه ونړېدل او د کورنیو ۲ تنه یې شهیدان شول، هرې کورنۍ ته ۱۵,۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال یو لک او پنځه نوي زره (۱۹۵,۰۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .