د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
۱۲۳

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په اوله ګل کلي د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو ۱۹۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې، له سروې او د مستحقو کورنیو د پېژندنې وروسته د IOM دفتر له لوري هرې کورنۍ ته یوه باب خیمه، ۳ تختې کمپلې، د حفظ الصحي یوه بسته، کوچني سولري څراغونه، د UNICEF له لوري هرې کورنۍ ته غیرخوراکي توکو لرونکو یوه بسته، د پخلنځي یوه بسته، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې له لوري هرې کورنۍ ته د کور جوړولو وسایل او د PUIMI موسسې له لوري هرې کورنۍ ته د اړتیا وړ توکو لرونکې یوه بسته ووېشل شوه.

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارو موسسو څخه د هغوی لومړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په پار مننه او قدرداني وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .