د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو جګړو له امله د بېځایه شویو کورنیو د سروې لړۍ پیل کړه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۱:۳۸
news image

د ریاست‌الوزراء د محترم عالي مقام د حکم او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونو پر بنسټ، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو جګړو له امله د بېځایه شویو کورنیو د سروې لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.

یاده سروې، د ولایت مقام له لوري د ټاکل شوي درې کسیز پلاوي تر تشکیل وروسته پیل شوه، چې په لومړۍ ورځ شاوخوا ۲۳بېځایه شوې کورنۍ تر پوښښ لاندې ونیول شوې. ټاکل شوې ده چې د بېځایه شویو کورنیو په اړه د دقیقو معلوماتو د راټولولو په موخه به دا بهیر تر راتلونکو دوو ورځو پورې دوام ولري.  

د یادونې ده، چې دا سروې د بېځایه شویو او زیانمنو کورنو د اړتیاوو د سمې پېژندنې او هغوی د اغېزمنو، شفافو او پر وخت مرستو رسولو په موخه ترسره کېږي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۳ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۱ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سروبي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۲
Background image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ریاست ۴۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA)  په همغږۍ او د IOM، WFP، UNFPA، AYSO، ADA  او INTERSOS بنسټونو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۵۷
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .