د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱،۴۰۷،۸۱۰ افغانۍ ۵۰۱ بېوزله کورنیو ته ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د Arada موسسې په مالي ملاتړ، ۵۰۱ بېوزله کورنیو ته د یاد ولایت په ګوشتي ولسوالۍ کې د خوراکي توکو پېرلو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او موسسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲،۸۱۰ افغانۍ او په مجموع کې ۱،۴۰۷،۸۱۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره