د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۴ اجباري را ستنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیری خوراکی توکو مرستې وویشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۴۴ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیری خوراکی مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۶.۵ لیټره غوړي، ۵۰ کیلو اوړه، یو کیلو مالګه، ۱۵ کیلو وریجې، ۲ پاکټه ۴۰۰ ګرامه پاستا، یو کیلو دال،۴۰۰ ګرامه د چایو پوډر، ۲ پاکټه ۴۰۰ ګرامه فول مدامس، ۳ پاکټه ۱۷۰ ګرامه سپینه ټونا ماهی، ۲ پاکټه ۴۰۰ ګرامه نخود، ۲ پاکټه ۴۰۰ ګرامه لوبیا، ۴۰۰ ګرامه د ټماټر پیسټ، ۶ کیلو خرما ، یو کیلو آش، ۷ کیلو مکروني او یو روغتیایي کېټ ووېشل شو.
د یادونې وړ ړه، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خوښي څرګنده کړه او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۸/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
