د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٦٩ کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۲۲:۱۰
تصویر خبر

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې په مالي ملاتړ، د سیدآباد ولسوالۍپه تنګي او شنیز سیمو کې د تېرو سېلابونو له امله ٦٩ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته یو روغتیایي کېټ چې دوه د اوبو بوشکې، یو د اوبو سطل، شامپو، د لاس او جامو مینځلو صابون، د غاښونو کریم، د غاښونو برس او دستمالونه پکې شامل وو, یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول.
د یاد ریاست رییس، مولوي فیض الله جلالي ووېل چې دا مرستې بسنه نه کوي او د افغانستان اسلامي امارت د خپلو بېوزله هېواد والو ملاتړ ته ژمن دی او تل په دې هڅه کې دی, چې د خپلو هېوادوالو لپاره د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د عامه المنفعه پروژو کارګرو او د درې شهیدانو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خپلو مرستندویه پروګرامونو په دوام، د دغه ولایت د رخه او پریان ولسوالیو او مرکز کې د عامه المنفعه پروژو کارګرو او په سیند کې د ډوبېدو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .