د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۵۲ زیانمنو کورنیو سره د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې وکړې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، ۵۲ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو، یاد کورنیو ته د کورونو د ترمیم په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست رییس مولوي فیض الله جلالي او د موسسې استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته له ۱۱۵۰۰ نه تر ۱۶۰۰۰ افغانیو نغدي پیسې ووېشل شوې.
ورته مهال مولوي فیض الله جلالي زیانمنو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت په هر ډول شرایطو کې ستاسو ترڅنګ ولاړ دی، او هڅه کوي چې ستاسو لپاره د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۹هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره