د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د (DAFA) ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ د یاد ولایت د دولت آباد ولسوالۍ اړوند بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل.
د دې عملیاتو په پایله کې، یوه کړۍ RTM ډوله ماین او یوه ۷۲ ملي مترۍ مرمۍ، چې د سیمه ییزو اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی وو له منځه یوړل شوه.
یاد عملیات له چاودېدونکو توکو څخه د سیمه ییز خلکو د ځانونو او مالونو د خوندیتوب په موخه ترسره شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
