د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۸۳ کورنیو ته چې کورونه یې د قدرتي پېښو له امله په بشپړ او نیمه ډول وېجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، ۶۴ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو غنم او ۱۹ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم ووېشل شول.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو په وینا، د دغو مرستو موخه د زیانمنو کورنیو ملاتړ او د هغوی ستونزو ته بېړنۍ رسېدنه ده.
