د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د موظف پلاوي د سروې او ارزونې وروسته, په پیرزاده, اسفنده, غیب قلندر, قلعه میري, پشتون آبادي, علي لالا, روضه, شهر کهنه, قلعه نو, شهرک مهاجرین, مغلان, سرګنج کلیو او نورو سیمو کې د وروستیو بارانونو او واورو له امله ۶۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې د موظف پلاوي په شتون کې هرې کورنۍته ۱۰۰ کیلو غنم, ۲۵ کیلو وریجې او ۳ تختې کمپلې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده, چې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د قدرداني ترڅنګ په اوسني شرایطو کې دا مرستې حیاتي وبللې.
نېټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره