د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د اوبو یو چکډیم پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۲۳
123

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د همغږۍ او هڅو په پایله کې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سیوري ولسوالۍ په قزک کلي کې د اوبو یو چیکډیم جوړولو کار بشپړ کړ او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپاره. 

دا چیکډیم ۵۱ متره اوږدوالی، په سر کې ۱ متر او په لاندې برخه کې ۴۵۰ سانتي‌متره پلنوالی او ۴۶۰ سانتي‌متره لوړوالی لري، او د اوبو د زیرمې حجم یې تقریباً ۱۴۴۰۰ متر مکعب دی. دا پروژه ټولټال د یو میلیون او څلور سوه درې پنځوس زره او پنځه سوه (۱,۴۵۳,۵۰۰) افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمر، الحاج مولوي محمد یوسف محمد، د سیوري ولسوال، مولوي عبدالغفار نظیف، د څارنې د کمېټې غړو او ځايي اوسېدونکو ګډون درلود.

د دې پروژې په بشپړېدو سره، د سیمې څلور کاریزونه چې شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې لري، د اوبو د کمښت او د وچکالۍ له ستونزو څخه خوندي کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .