د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۲۲:۳۹
news image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM, UNICEF, AADA, WFP سازمانونو په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز قلات، میزانې، ارغنداب او شاجوی ولسوالیو اړوند ۹ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له ګډې سروې وروسته، هرې کورنۍ ته پخلنځي ۱ کېټ، ۳ تختې کمپلې، ۲ عدده څراغونه، ۱ د ژمنۍ البسې کیټ، ۱ عدد فرش، د بېړنۍ سرپناه د ترمیم ۱ کیټ، یو هایجن کیټ، یو روغتیایي کیټ, ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۸ لیتره غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲۵ کیلو دال نخود، ۶ کیلو ښځینه مواد او ۳ کیلو د ماشومانو مواد وویشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ۳ کورنیو هرې یوې ته ۱ باب خېمه هم ووېشل شوه.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۶ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۷۶ کورنیو ته چې له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه را اېستل شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ ایډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په نمک آب ولسوالۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .