د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاک افغان ولسوالۍ کې د یوه پلچک د جوړولو کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خاک افغان ولسوالۍ په بازار کې د یوه پلچک د جوړولو کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج مولوي حافظ عبدالرحمن رحماني، له مل پلاوي سره یوځای د خاک افغان ولسوالۍ بازار ته سفر وکړ، د جوړ شوي پلچک له کار څخه یې له نږدې څارنه وکړه او د پروژې کیفیت یې د ډاډ وړ وباله.
دغه پلچک د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د سیمې د خلکو د اړتیاوو او د قدرتي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو احتمالي ستونزو د کمولو په موخه جوړ شوی دی. د پروژې په بشپړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره اسانتیا رامنځته شوې او د بارانونو او سېلابونو پر مهال د تګ راتګ د خنډونو او احتمالي خطرونو د کمېدو زمینه برابره شوې ده.
د سیمې اوسېدونکو د یاد پلچک له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له مشرتابه او د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې د سیمې د خلکو د ستونزو د حل، د زیربنایي اسانتیاوو د برابرولو او د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې د ترسره شوو هڅو او پاملرنې په پار مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
