د زابل او ارزګان ولایتونو ته له زیانمنو سره د مرستې په موخه د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د لېږد بهیر پیل شو

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۲۱:۵۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه، زابل او ارزګان ولایتونو ته د احتمالي پېښو له امله زیانمنو کسانو سره د مرستې په موخه د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د لېږد بهیر پیل شو.
د یادونې وړ ده چې له مرکزي ګدامونو څخه ارزګان ولایت ته ۶۰۰ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې او ۵۰۰۰ کلچې صابون، او زابل ولایت ته ۶۰۰ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې او ۴۰۰۰ کلچې صابون, یادو ولایتونو ته د احتمالي زیانمنو سره د مرستې لپاره لېږدول کېږي.
یادې مرستې به د اړوندو مسؤلینو په شتون کې، له سروې وروسته په یادو ولایتونو کې زیانمنو ته ووېشل شي.

نېټه:۲۳/ ۹/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۴۸ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماشوم ساتنې (Save The Children) او د DACAAR موسسو په مالي همکارۍ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ او د جلال آباد ښار د درېیمې او اوومې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د نه آنلوس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .