د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د UNICEF ،CHA او د GAALO دفترونو په ملاتړ، د دې ولایت په علیشېر ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۹۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، د GAALO موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۵,۸۰۰ افغانۍ، د UNICEF دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۱ عدد روغتیایي کېټ او له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۰۳ کورنیو هرې یوې ته د یادو مرستو سربېره، یو باب خیمه هم ووېشل شوه او د نغدو مرستو ټولیزه اندازه پنځه میلیونه او اووه لکه او اته اتیا زره او څلور سوه (۵,۷۸۸,۴۰۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
