د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۹۱ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د GAALO او CHA مؤسسو په ملاتړ، له ګاونډي هېواد سره د وروستیو جګړو له امله د دې ولایت مرکز او اړوندو سیمو ته داخلي بېځایه شویو ۱,۳۹۱ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د GAALO مؤسسې له لوري ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اته میلیونه او اوه شپېته زره او اته سوه (۸,۰۶۷,۸۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې، همدارنګه د CHA مؤسسې لخوا ۲۳۰ کورنیو ته، چې ډېرې زیانمنې شوې وې او د سر پناوو له جدي ستونزو سره مخ وې هرې یوې ته یو باب خېمه او د برېښنا تولیدوونکي واړه وسایل ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
