د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۲ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, په اجباري توګه ۶۲ راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې, ۵۷ راستنېدونکو او ۵ اړمنو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره