د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو سېلابونو له امله ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۱
تصویر خبر

د لوګر ولایت په مرکز پل علم او محمد آغه ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو په راتلو سره, د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیرخوراکي توکو بېړنۍمرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې, د یاد ولایت والي او سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې,۴۸ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو, هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم, ۵ لیټره غوړي, یوه مکمل الاسباب خیمه, ۶ تختې کمپلې, یو کارتن صابون او د یوبار مصرف لوښي, او ۷۷ کورنیو ته چې کورونه یې په جزوي ډول ویجاړ شوي وو, هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم, ۵ تختې کمپلې او یو کارتن صابون ووېشل شول.

 نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۵ 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۳:۲۸
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۷۹ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې ۱۴ بېلا بېل ډول ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هغمږۍ له مخې، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې د یاد د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې ۱۴ بېلا بېل ډول ناچاوده توکي کشف او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۳:۱۳
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په چهار آسیاب ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل کړ

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د لارښوونې پربنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چهارآسیاب ولسوالۍ په شاه توت کلي کې، د ۹۰ متره اږدوالي او ۳ متره لوړوالي په درلودلو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .