د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له ناچاوده توکو څخه د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د سیمې د پاکولو چارې دوام لري
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همدارنګه د یادې مؤسسې د همغږۍ له مخې، د دې ولایت د دهدادي ولسوالۍ په کاریز کلان کلي کې د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د ۸۱۰،۳۰۰ سیمې د پاکولو چارې دوام لري.
د دې عملیاتو په لړ کې، تر دې مهال پورې له ناچاوده توکو څخه ۵۸۵،۰۰۰ متره مربع سیمه پاکه شوې ده، چې پاتې سیمه به یې هم په نیږدې راتلونکي کې له یادو توکو څخه پاکه شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې مؤسسې د ماین پاکۍ ټیمونو په دې سیمه کې ۸ عدده بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه وړي دي.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
