د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولای له پېښ، سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په شهدا ولسوالۍ کې ۵۰ او په مرکز فیض آباد کې ۱۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۷،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او پنځوس زره (۱،۰۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یاد ریاست او مؤسسې له مسؤلینو څخه د همېشنیو مرستو د ترلاسه کولو په پار مننه او خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
