د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله زیانمنو او مستحقو ۱۴۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم او ۵ کیلو بوره ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د مرستو د پر وخت وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
