د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو (CWSA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د یکه ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ ۸۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د څلورم پړاو نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۵۹۷ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او اووه اویا زره او شپږ سوه (۲,۰۷۷,۶۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکې یوه میاشت کې به هم یادې کورنیو ته دا مرستې ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
