د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۵:۴۸
تصویر خبر

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په مقر او سنګ آتش ولسوالیو او مرکز قلعه نو ښار کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنو او اجباري راستنېدونکو ۱۰۰۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې, له یاد شمېر کورنیو څخه ۸۹۱ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم, ۲۵ کیلو وریجې, ۹ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو, هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم, ۲۵ کیلو وریجې یو باب خیمه او ۱۰۰ نورو کورنیو هرې یوې ته ۲۵ کیلو وریجې, دوه تختې کمپلې او ۵۰ کیلو غنم ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په لاغورجیو سیمه کې د خوړ پاکولو او استحکامي پروژې د وروستيو سېلابونو پر وړاندې د خلکو ځان او مال خوندي کړل

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د کوټ ولسوالۍ د لاغورجیو سیمې د خوړ پاکولو او د خوړ غاړې د استحکام پروژه، چې څو ورځې وړاندې په بریالیتوب سره بشپړه شوې وه، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۵۱
Background image

د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس په افغانستان کې د جایکا (JICA) د دفتر له رئیس سره وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس له خپل تخنیکي ټیم سره په افغانستان کې د جایکا (JICA) د دفتر له رئیس، محترم توساکا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

د بامیان ولایت په مرکز کې د چکډېمونو او خوړونو جوړولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د استوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په موخه د دې ولایت د مرکز په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .