خبرداری!
د معتبرو نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان په ځینو سیمو کې د خاورو او دوړو د توپان وړاندوینه
د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري له ۱۴مې نېټې (چهار شنبه) څخه د زمري تر ۱۶مې نېټې (جمعه) پورې!
- د خاورو او دوړو توپان د وضعیت:
تمه ده چې، د وړاندوینې په موده کې د هېواد سوېل لویدیځ ولایتونه په ځانګړي ډول نیمروز، هلمند او کندهار د خاورو او دوړو د توپان له خطر سره مخ شي.
دغه وضعیت به د هوا کیفیت په جدي ډول اغېزمن کړي.
په دې حالت کې، په هوا کې د PM 2.5 میده ذراتو غلظت د پام وړ زیاتېږي، که د دغو ذراتو غلظت په دوامدره توګه له ۱۵ مایکروګرام پر متر مکعب (µg/m³) څخه لوړ شي، د انسان روغتیا لپاره زیانرسوونکی ګڼل کېږي.
د وړاندوینې له مخې، په یادو سیمو کې د PM 2.5 غلظت ښایي له ۳۰۰ مایکروګرام پر متر مکعب (µg/m³) څخه هم د لنډ وخت یا ساعتونو لپاره لوړ شي، چې په نقشه کې د تیاره سور او تیاره جیګري رنګونو په وسیله ښودل کېږي او د هوا د کیفیت ډېر خطرناک حالت څرګندوي.
تمه ده چې، د طوفان شدت نن(چهار شنبه) او سبا (پنجشنبه)په نښه شویو سیمو کې تر نورو ورځو زیات وي.
په داسې ورځو کې، د خپلې روغتیا د ساتنې لپاره لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسئ:
۱. د تنفسي سیستم ساتنه:
* مناسب ماسک لکه N95 وکاروئ، ترڅو د دوړو او خاورو ذرات سږو ته داخل نه شي.
* که ماسک نه لرئ، د خولې او پزې د پټولو لپاره لمده دستمال یا لمده ټوکر وکاروئ.
۱. په کور یا خوندي ځای کې پاتې کېدل:
• ژر تر ژره یو تړلي او خوندي ځای (لکه کور، موټر یا ودانۍ) ته لاړ شئ.
* دروازې او کړکۍ په بشپړه توګه وتړئ او ټول درزونه د ټوکر په وسیله بند کړئ.
۱. که په موټر کې یاست:
* که لید ډېر کم شوی وي، موټر ودروئ.
* د خطر څراغونه (Hazard lights) روښانه وساتئ.
* کړکۍ وتړئ او د هوا سیستم د داخلي دوران (Recirculate) په حالت کې تنظیم کړئ.
۱. د سترګو او پوستکي ساتنه:
* د لمر عینکې یا د سترګو محافظ وکاروئ.
* تر ممکنه حده پوستکی د اوږدو لستوڼو جامو، شال یا خولۍ په وسیله پټ کړئ.
۱. که تنفسي ناروغي لرئ، درمل له ځان سره ولرئ:
* که د سالنډۍ (آسما)، الرجۍ یا نورو تنفسي ناروغیو ستونزه لرئ، خپل درمل (لکه تنفسي سپرې) تل له ځان سره وساتئ.
- له طوفان وروسته:
* هڅه وکړئ تر هغه وخته له خوندي ځایه ونه وځئ، څو چې دوړې او خاورې کښیني.
* خپل بدن او کارېدونکي وسایل په اوبو او صابون ښه ومینځئ، ترڅو د دوړو ذرات پاک شي.
لیادونه:
له ۱۵ مایکروګرام/م³ څخه لوړ غلظت د انسان روغتیا ته زیان رسوونکی بلل کېږي، او له ۳۰۰ مایکروګرام/م³ څخه لوړ غلظت ډېر خطرناک حالت ښيي.
