د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل-جلال آباد لویې لارې د ماهیپر په سیمه کې د خطرونو د خبرداري لوحې نصب کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کابل – جلال آباد د لویې لارې په اوږدو کې د ماهیپر سیمې په دوو ځایونو کې د سړک څنګ ته د غره ښویېدو د خطر په اړه د موټر چلوونکو د پوهاي په موخه دوه لوحې نصب کړې.
د یادونې وړ ده، چې د دغو لوحو د نصبولو موخه د عامه پوهاوي لوړوالی، د خلکو د ځان او مال خوندیتوب او د احتمالي طبیعي پېښو پر مهال د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی دی.
همداراز، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې دوی هڅه کوي ترڅو د دې لویې لارې په اوږدو کې داسې نورې د خطر د خبرداري لوحې هم نصب کړي ترڅو د طبیعي پېښو خطرونه کم شي او د خلکو ځان او مال خوندي وساتل شي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۰ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره